پرېكړې په چوكونو او لارو كوڅو كښې نه بلكې په عدالتونو او پارلمان كښې كېږي ٬ د كورني اړي ګړي سره مخ قامونه پرمختګ نشي كولې٬

عام وګړي دې د غلطې رويې په ضد غږ پورته كړي٬ د كرپشن په ضد چغې وهلو سره د اولس بې وقوف جوړولو هڅې روانې دي٬ حكومت سترې لارې او انټرچېنج جوړولو سره د اولس په ژوند كښې آسانۍ راولي٬ تاٶ تريخوالي ٬ محاذ آرائي ٬ چغې سورې وهل او د تشدد لاره به نيول وي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان د سنګجاني انټرچينج (اېم ون موټروے) پرانستې دستورې په موقع وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې پرېكړې په چوكونو او لارو كوڅو كښې نه بلكې په عدالتونو او پارلمان كښې كېږي ٬ كورني اړي ګړي سره مخ قامونه پرمختګ نشي كولې٬ عام وګړي دې د غلطې رويې په ضد غږ پورته كړي٬ د كرپشن په ضد چغې وهلو سره د اولس بې وقوف جوړولو هڅې روانې دي٬ حكومت سترې لارې او انټرچېنج جوړولو سره د اولس په ژوند كښې آسانۍ راولي٬ تاٶ تريخوالي ٬ محاذ آرائي ٬ چغې سورې وهل او د تشدد لاره به نيول وي۔

د جمعې په ورځ د سنګجاني انټرچېنج ((اېم ون موټروے) پرانستې دستورې په موقع خپله وېنا كښې داخله وزير ووئيل د دې انټرچېنج سره به نه يوازې د اے ډبليو ټي او نورو سوسائټو اوسېدونكو ته آسانۍ ترلاسه شي بلكې د سيمې خلقو ته به هم ګټه ورسي۔ ده ووئيل د پاكستان سباٶن دهرنې ٬ لاك ډاٶن ٬ تاٶ تريخوالي ٬ محاذ آرائي ٬ چغې سورې وهل او د تشدد او ديوالونه ودرول نه بلكې سړكونه ٬ انټرچېنج جوړول او اولس ته آسانۍ وركول او دوي لپاره نوې لارې پرانستل دي۔

ده ووئيل سنګجاني انټرچېنج د سېلف فنانس منصوبه ده كومه چې په 8 مياشتو كښې ترسره كړې شوې۔ داخله وزير ووئيل پاكستان ډېرو ستونزو سره مخ دے په كومو چې عام خلق بلكې خاص خلق هم نه پوهېږي٬ نن چې كومو ستونزو سره مخ يو دا وړاندې كله هم نه وې خو د لوي څښتن په مننه به د دې په مړانه مقابله كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به قام د اتحاد او اتفاق پلو بوتلل وي ٬ كورني اړي ګړي سره مخ قامونه پرمختګ نشي كولې٬ پرېكړې په چوكونو او لارو كوڅو كښې نه بلكې په عدالتونو او پارلمان كښې كېږي٬ عام وګړي دې د غلطې رويې په ضد غږ پورته كړي٬ د كرپشن په ضد چغې وهلو سره د اولس بې وقوف جوړولو هڅې روانې دي۔

ده ووئيل د دهرنو او احتجاجونو د لارې به مسئلې هوارې نه شي٬ د ټولو ستونزو باوجود دا خبره سمه ده چې د پاكستان زياتره وګړي ښه خلق دي خو ھغوي غلي دي٬ بايد خپله خاموشي ماتولو سره سم ته سم او غلط ته غلط ووائي٬ زمونږ په هېواد كښې رښتيا تت شوي دي٬ د كرپشن په ضد هر څوك خبره كوي خو عمل پرې هېڅوك نه كوي٬ د دې په پاكولو كښې هېڅوك سنجيده نه دي يوازې چغې وهي او د اولس بې وقوف جوړولو هڅې كوي۔ داخله وزير ووئيل اولس يو بل سره تړلو له به پلونه او انټرچېنج جوړولې شي٬ د زړونو پېوست كولو له هم انټرچېنج جوړولو ته اړتيا ده۔ داخله وزير دې څخه وړاندې د سنګجاني انټرچېنج پرانسته وكړه۔ په دې موقع د سيمې مشرانو د هاٶسنګ سوسائټو چارواكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔﴿م ع/ ګ ل 1922﴾