د مذهبونو همغږۍ او اقليتونو حقونو تحفظ له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر مارګريټ اېډمسن د بشري حقونو وزير كامران مائيكل سره ملاقات كښې خبرې

د مذهبونو همغږۍ او اقليتونو حقونو تحفظ له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر مارګريټ اېډمسن د بشري حقونو وزير كامران مائيكل سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر مارګريټ اېډمسن وئېلي دي د مذهبونو همغږۍ او اقليتونو حقونو تحفظ له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔دا خبره ده د جمعې په ورځ د بشري حقونو وزير كامران مائيكل سره ملاقات كښې د خبرو په مهال كړی۔د آسټرېليا هائي كمشنر كامران مائيكل ته پاكستان كښې د بشري حقونو او په خاص توګه د مېرمنو ښه والي لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔كامران مائيكل په دې موقع د آسټرېلين هائي كمشنر د وزارت د اړخه د مذهبونو همغږۍ او امن ودې له د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔سناتور كامران مائيكل د بشري حقونو تحفظ له د خپل عزم پخلي سره ووئيل په دې لړ كښې نوې قانون سازي شوې ده۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1708)