د اقتصادي راهدارۍ سره به د پاك سمندري ځواك او ميري ټائم امنيتي ايجنسۍ په سمندر كښې د امنيت لويې ذمه وارۍ پغاره شي ٬اېم پي وي پروژه د پاك چين ملګرتيا ثبوت دے۔د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن كراچې كښې دستورې ته وېنا

كراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي د اقتصادي راهدارۍ سره د پاكستان سمندري ځواك او ميري ټائم امنيتي ايجنسۍ په سمندر كښې د امنيت لويې ذمه وارۍ پغاړھ شي۔جاري شوي اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسي(پي اېم اېس اے)لپاره جوړېدونكې 1500 ټن مير ټائم پيټرول ويسل(اېم پي وي)كيل لينګ كراچۍ شپ يارډ كښې جوړې دستورې ته خپله وېنا كښې كړې۔

وفاقي وزير د كراچۍ شپ يارډ او چائنا شپ بلډنګ ټرېډنګ كمپنۍ له د ټاكلي وخت څخه يوه مياشت وړاندې په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركولو كښې ووئيل دا پروژه د پاك چين ملګرتيا ثبوت دے۔ده د شپ يارډ ښه منصوبه بندي ستائېلو سره ووئيل دا د نورو پبلك سېكټرو لپاره يو مثال دے ځكه چې دا د تېرو لسو كلونو نه پسې ګټوره اداره ده۔د دې نه وړاندې د شپ يارډ اېم ډي ريئر اېډمرل سيد حسن ناصر شاه خپله وېنا كښې ووئيل كراچۍ يارډ كښې 500 ټنه اېم پي وي جوړول د دفاعي پېداوار وزارت او د چائنا شپ بلډنګ ټرنګ كمپنۍ ترمينځه د 6 بېړو جوړولو د لوظ نامې برخه ده۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/1708)