د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان شماريات څانګې ګورنګ كونسل 11مه غونډه٬د شماريات ادارې چيف سټېټېشن آصف باجوه وفاقي وزير او ګورنګ كونسل له بريفنګ وركړو

د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان شماريات څانګې ګورنګ كونسل 11مه غونډه٬د شماريات ادارې چيف سټېټېشن آصف باجوه وفاقي وزير او ګورنګ كونسل له بريفنګ وركړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان شماريات ادارې ګورنګ كونسل 11مه غونډه د زيارت پھ ورځ خزانې وزارت كښې وشوه۔په دې موقع د شماريات ادارې چيف سټېټېشن آصف باجوه وفاقي وزير او ګورنګ كونسل له بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د 15م سړي سر شمېرې ورك پلان جوړیږي كوم به چې د مارچ 15مې نېټې څخه پیل شي۔ده ووئيل اړوندو دولتې ادارو٬پاك پوځ٬نادرا او صوبائي حكومتونو سره پھ ګډه د سړي سر شمېرې كار روان دے ۔

ده ووئيل ټولې ادارې مرسته او معاونت كوي۔ده ووئيل سړي سر شمېرې ښه كولو له د ټولو همكاررانو سره د كار اشتراك به باوري كولې شي۔ګورنګ كونسل په دې خوشحالي ښكاره كړه چې فيلډ كښې كار لپاره اړونود اهلكارو د غوره كولو كار بشپړ شوې۔د كومو د تربيې عمل چې روان دے۔ګورنګ كونسل يو درې كسيزه كمېټي جوړه كړه دغسې چې د سړي سر شمېرې د چمتوالي نيولو جاج واخلې ۔

ګورنګ كونسل لسمې غونډې د مينټس منظوري هم وركړه ۔د دې سره د لسمې غونډې په مهال د شويو پريكړو د عملدرآمد جاج هم واخستلې شو۔په دې موقع د خزانې وزير ووئيل ګورنګ كونسل كښې د خپلو څانګو د پوهانو ګډون سره به د كونسل كار لا استحكام ومومي او د هغوي پھ مرسته به سړي سر شمېره كښې سپيځلتيا باوري كولو سره پھ ښھ ډول كار كولو له مرسته تر لاسه شي۔)ص ف/ض ض/وس/2158)