په بشري وسيلو سرمايه كاري د پرمختګ ضمانت وي٬ د انسان سباٶن د نن ورځې نه د روښانه كولو يوازنۍ لار تعليم دے٬

د معيشت پشمول د ژوند په هر اړخ د بدلېدونكو اقدارو تر مخه دې تعليم نظام كښې انقلابي بدلون وكړې شي ٬ تعليم د تحقيق سره پېوست كولو لپاره دې ځوانانو له د علم دروازې پرانستلې شي ٬ بدعنوانه خلق د بدعنوانۍ په ضد زيات شور كوي بايد قام دغسې كسانو نه ډډه وكړي ۔د اولس مشر ممنون حسېن په اېئر پوهنتون كښې د " قامي معيشت په پرمختګ كښې د تعليم كردار" په سرخط مذاكرې ته وېنا

په بشري وسيلو سرمايه كاري د پرمختګ ضمانت وي٬ د انسان سباٶن د نن ورځې نه د روښانه كولو يوازنۍ لار تعليم دے٬
د معيشت پشمول د ژوند په هر اړخ  د بدلېدونكو اقدارو تر مخه دې تعليم نظام كښې انقلابي بدلون وكړې شي ٬ تعليم د تحقيق سره پېوست كولو لپاره دې ځوانانو له د علم دروازې پرانستلې شي ٬ بدعنوانه خلق د بدعنوانۍ په ضد زيات شور كوي بايد قام دغسې كسانو نه ډډه وكړي ۔د اولس مشر ممنون حسېن په اېئر پوهنتون كښې د

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په بشري وسيلو سرمايه كاري د ښه پرمختګ ضمانت دے٬ د انسان سباٶن د نن ورځې نه د روښانه كولو يوازنۍ لار تعليم دے٬ د معيشت پشمول د ژوند په هر اړخ د بدلېدونكو اقدارو سره پېوست كولو لپاره په تعليمې نظام كښې دې انقلابي بدلون راوستې شي٬ تعليم دې تحقيق سره مربوط كړې شي تو ځوانانو لپاره دې د علم دروازې پرانستلې شي ٬ بدعنوانه خلق د بدعنوانۍ په ضد زيات شور كوي بايد قام دغسې كسانو څخه ډډه وكړي ۔

اولس مشر ممنون حسېن په اېئر پوهنتون كښې د " قامي معيشت په پرمختګ كښې د تعليم كردار" په سرخط مذاكرې ته خپلې وېنا كښې وكړې چې پكښې اېئر مارشل فاروق حنيف٬ د اېئر پوهنتون وائس چانسلر اېئر وائس مارشل (ر) ډفائز امير او نورو شخصياتو ګډون كولو۔ اولس مشر ووئيل د علم ودې له د مكالمې آزاد ماحول ته اړتيا ده ولې چې د مكالمې د لارې په قامونو د پرمختګ دروازې پرانستلې شي۔

ده ووئيل قامي وسائلو كښې د كمي له امله د خوښۍ باوجود په تعليم زيات وسائل نشي خرڅ كېدې خو حكومت په تعليم له ټول ترلاسه وسائل خرڅ كوي دغسې چې هېواد كښې د افرادي قوت جوړولو له سرمايه كارۍ سره د پرمختګ بنياد كېښودلې شي۔ده ووئيل بشري ټولنه د كار او ګټوره جوړولو لپاره يوازنۍ لار د تعليم ده او قامونه د اقتصادي پرمختګ په لاره روانولو نه پس د خود انحصارۍ منزل ته رسوي ٬ اولس مشر ووئېل د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې په تندۍ سره بدلون رامخې ته كېږي او دې لپاره دا ضروري ده چې زمونږ اعلٰې تعليم د تعليم او تحقيق چارو ته يو ډول پام لرنه وكړې شي دغسې چې ټولنه په سائنسي بنيادونو مستحكمولو سره پرمختګ باوري كړې شي۔

اولس مشر ووئيل كه هر څو پخوا سركاري وسائل بېدرېغه كارولې شوي چې ورسره د پاكستان معيشت ته زيان رسېدلې خو پاكستان د پرمختګ په لور نه دې روان شوې۔ ده ووئيل ناوړه وخت تېر دے او اوس د پرمختګ وخت دے٬ ده ووئېل پاكستان كښې كرپشن كم شوې او د معيشت بهتري نړيوالو ادارو ستائلې كومه چې په دې خبره دليل دے چې پاكستان په سم لوري مخ په وړاندې روان دے او دا زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔

اولس مشر ووئيل سي پېك د منطقې تر ټولو لويه منصوبه ده٬ په راتلوونكو كښې به پاكستان د منطقې تر ټولو مهم هېواد جوړ شي او د پاكستان نه خفه شوي به بيا پخله شي ٬ده ووئېل بايد مونږ دې څخه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان چمتو وساتو ۔ اولس مشر ووئيل كه مونږ د سي پېك د موخو نه استفاده ونه كړه نو مونږ به د پرمختګ كوٶنكو قامونو څخه روستو پاتې شوو۔

ده ووئيل د هېواد پرمختګ له به په ګډه مخ په وړاندې تلل وي او د قامي منصوبو په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان به لرې كول وي۔ ده ووئيل نوې نسل دې سباٶن لپاره خپل ځان تيار كړې ولې چې د پاكستان سباٶن ځلانده دے۔اولس مشر ووئيل نوې نسل د جديدو تقاضو سره برابرولو او د ټولنې غوره خلق جوړولو له به تعليمي نظام كښې جديد رجحانات زياتول وي ٬ده ووئېل په دې لړ كښې د استاذانو هم ذمه واري ده چې ھغوې هم د تعليم په اړه د رامخې ته كېدونكو بدلونونو مخنيوي له خپله لائحه ښه كړي دغسې چې نوې نسل د زمانې سره د تللو چل زده كړي۔

اولس مشر ممنون حسېن په دې موقع اېئر پوهنتون كښې د كارپس ريسرچ سنتر پرانسته هم وكړه۔ اولس مشر ووئيل اېئر پوهنتون د تعليم په مېدان كښې په لنډه موده كښې ځانګړې مقام ترلاسه كړې چرته چې نوې كل ته په جديد ډول د بېلا بېلو علومو او فنون تعليم وركولې شي۔دستورې نه پس اولسمشر د زده كوٶنكو ماشومانو او ځوانانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل ۔)م ع/ض ض/ګ ل/2009)