د ګلګت بلتستان څخه د ګڼو ترهه ګرو د نيولو اطلاعات لرو چا چې د هند د استخبارتي ايجنسۍ"را"لپاره كار كولو٬نيولې شوو ترهه ګرو سي پېك ته زيان رسول غوښتل٬

پاكستان د امريكې نوې انتظامې سره په ګډه كار كولو له چمتو دے٬د پاك امريكې تزويراتي خبرو ترمخه د بېلو څانګو مرستې په اړه خبرې روانې دي٬د پاكستان او هند ترمينځه كشمير بنيادي شخړه ده٬د كشمير مسئلې حل نه غېر سيمه كښې امن نشي راتللې٬پاكستان د كوم بل هېواد په نسبت د ترهه ګرۍ مخ نيوي يو ټريك رېكارډ لري٬په افغانستان كښې د امن وضعې ذمه واري د افغانستان ده۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا اوونيز پرېس بريفنګ

د ګلګت بلتستان څخه د ګڼو ترهه ګرو د نيولو اطلاعات لرو چا چې د هند د استخبارتي ايجنسۍ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) خارجه دفتر وئېلي دي د ګلګت بلتستان څخه د ګڼو ترهه ګرو د نيولو اطلاعات لرو چا چې د هند د استخبارتي ايجنسۍ"را"لپاره كار كولو٬نيولې شوو ترهه ګرو سي پېك ته زيان رسول غوښتل٬پاكستان د امريكې نوې انتظامې سره په ګډه كار كولو له چمتو دے٬د پاك امريكې تزويراتي خبرو اترو ترمخه بېلو څانګو كښې خبرې روانې دي٬د پاكستان او هند ترمينځه كشمير بنيادي شخړه ده٬د كشمير مسئلې حل نه غېر سيمه كښې امن نه شي راتللې٬پاكستان د كوم بل هېواد په نسبت د ترهه ګرۍ مخ نيوي يو ټريك رېكارډ لري٬په افغانستان كښې د امن د ښه وضعې ذمه واري د افغانستان ده۔

د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د زيارت په ورځ د اونيز پرېس بريفنګ په مهال پاكستان كښې د هند لاس وهنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل په بلوجستان كښې د نيولې شوي استخبارتي څانګې افسر كلبهوشن ياديو څخه د تفتيش په مهال د معلوماتو په بنياد كاروائي روانه ده۔د كلبهوشن ياديو وركړې شوي معلوماتو په بنياد دستاويز جوړ شوې وو كوم چې ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له وركړی شوې۔

وياند ووئيل پاكستان د كوم هم بل هېواد په نسبت د ترهه ګرۍ مخ نيوي ښه ټريك رېكارډ لري۔ده ووئيل ګلګت بلتستان څخه د ګڼو ترهه ګرو نيولو اطلاعات لري كومو چې را لپاره كار كولو۔نيول شوو ترهه ګرو سي پېك ته زيان رسول غوښتل۔د خارجه دفتر وياند ووئيل هند د اړي بريد په تور كښې نيول شوي د مظفرآباد دوه ماشومانو په اړه په نړيوالې مېډيا او خپلو ادارو غلط معلومات وړاندې كړي كوم چې د هند خپلو ادارو رد كړي۔

د هند مېډيا هم دغه ماشومان كم عمره او بې ګناه ګرځولي٬ ده ووئېل په نوي ډېلي كښې د پاكستان هائي كمېشن د هندي چارواكو سره تماس نيولې ٬د دغې ماشومانو سره هم رابطه شوې٬په 29 نومبر 2016 په وړومبي ځل تر دغه ماشومانو رسنه غوښتې شوې۔ ده ووئېل د دغه ماشومانو د خپلې كورنۍ كسانو سره خبرې هم شوي۔وياند ووئيل پاكستان د امريكې نوې انتظاميې سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔

د امريكې سره په بېلو څانګو كښې مرسته لرو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم بلنې په اړه د مېډيا په ځينو برخو كښې خپور خبر حقيقت نه لري۔د نړيوال اقتصادي فورم خط د خارجه دفتر په وېب پاڼه موجود دے او په دې اړه د ورځپاڼو خبر سم نه دے۔د امريكې نوي انتظامې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل مونږ هيله لرو چې د پاك هند اړيكې او په خاص توګه د كشمير مسئلې حل له به د امريكې نوې انتظاميه كردار ترسره كړي۔

وياند ووئيل پاكستان او هند ترمينځه د كشمير مسئله بنيادي شخړه ده٬دې سره امن ته هم خطر پیښ دے او تر څو چې دا مسئله نه وي حل تر هغه وخته سيمه كښې امن نشي راتللې۔ د بنګله دېش په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب وياند ووئيل په پاكستان كښې د بنګله دېش سفارتي عملې امنيت ڼينګ كړې شوې٬دا امنيت په كراچۍ كښې د بنګله دېش دوهم هائي كمشنر په كمپاؤنډ كښې د ټريكر په اطلاع زيات كړې شوې۔

وياند ووئيل پاكستان د كوم هم بل هېواد په نسبت د ترهه ګرۍ مخ نيوي ښه ټريك رېكارډ لري٬په افغانستان كښې د امن اوامان خراب صورتحال ذمه واري په خپله د افغانستان ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئېل په افغانستان كښې د بدامنۍ ذمه وار پخپله افغانستان دے۔په افغانستان كښې ترهه ګر عناصر شته٬د افغان قيادت له به وړاندې خپل كور سمول وي ځكه چې د پاكستان د اړخه په ګوته كړو په ضد كاروائي نه ده شوې او اوس په تورونو لګولو پخپلو ناكامو پرده اچولو لپاره هڅې كوي۔

وياند ووئيل په افغانستان كښې د كېدونكي ترهه ګرۍ سره پاكستان هېڅ تعلق نه لري٬پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام له لوظي دېےپاكستان په افغانستان كښې امن لپاره وړاندې هم كردار ترسره كړې او سباؤن كښې به هم ترسره كوي۔ده ووئيل جنګ د مسئلو حل نه دے٬ د 15 كلونو د جنګي هڅو هېڅ نتيجه نه ده رامخې ته شوې ٬وياند ووئيل وزيراعظم سپارښتنه كړی چې افغان كډوال دې پھ عزت سره ولېږلې شي۔وياند ووئيل سعودي عربستان كښې د ترهه ګرۍ په تور د نيولې شوو پاكستانيانو د معاملې څخه خبر يو٬نيولې شوو پاكستانيانو په اړه سعودي چارواكو سره په تماس كښې يو۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه مكنزم موجود دے ۔