د مريم نواز د كفالت بې بنسټه تور هم نن ختم شو٬مريم نواز په مالي چارو كښې خپلواكې لري ا و باقاعدګۍ سره ټېكس وركوي٬د عمران خان د اړخه رامخې ته شي نور تورونه به هم ډېر زر لرې شي٬

عمران خان لكه د وړاندې اوس هم د تورونو لګولو نه پس د تېښتې هڅه كوي٬تورونه ثابتولو لپاره ثبوت لازمي وي٬د چا مقصد چې كيس كول وي هغه عدالت ته ثبوت هم وړاندې كوي او د عدالت څخه بهر دروغ نه وائي۔د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د سترې محكمې نه بهر مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د مريم نواز د كفالت بس بنسټه تور هم نن ختم شو٬مريم نواز مالي چارو كښې خپلواكه ده ا و باقاعدګۍ سره ټېكس وركوي٬د عمران خان د اړخه رامخې ته كړې شوي نور تورونه به هم ډېر زر ختم كړی شي٬عمران خان لكه د وړاندې اوس هم د تورونو لګولو نه پس د تېښتې هڅه كوي٬تورونو ثابتولو له ثبوت لازمي وي٬د چا مقصد چې كيس كول وي هغه عدالت ته ثبوت هم وړاندې كوي او د عدالت څخه بهر دروغ نه وائي۔

دې د زيارت په ورځ د سترې محكمې نه بهر مېډيا سره خبرې كولې۔مريم اورنګزېب ووئيل مريم نواز يوه خپلواكه مېرمن ده٬خپل انكم ټېكس وركوي او وېلت ټېكس سره خپل ټول دستاويزات يې ستره محكمه كښې جمع كړي۔دې ووئيل د مريم نواز خرڅونو او د هغې ټېكس ريټرن كښې عمران خان د شك پېدا كولو ناوړه سياست كوي٬نن په عدالت كښې د هغې سپيناوې شوې۔دې ووئيل مريم نواز ذاتي انكم لري او د هغې خرڅونه د هغې د انكم ترمخه دي او په دې وضاحت د كفالت مسئله حل كېږي۔

وفاقي وزيرې ووئيل د دې وضاحت نه پس به نن د وزيراعظم نواز شريف نامه د دې كيس نه هم وځي۔مريم اورنګزېب باور څرګندولو سره ووئيل عمران خان به د سترې محكمې څخه هم تښتي ځكه كه د هغه مقصد كيس كول وو نو ثبوت به يې وړاندې كړی ؤه۔دې ووئيل كوم څه چې هغه په خېبرپښتونخوا كښې كړي ټولو ته معلوم دي۔دوهمې وزيرې ووئيل عمران خان د خېبرپښتونخوا اولس سره شوي لوظونه پوره نه كړه دغسې وزيراعظم چې د قام سره كوم لوظونه كړي هغه يې پوره كړي دي ۔دې۔مريم اورنګزېب ووئيل د پانامه پيپرز سره څوك چې د وزيراعظم تعلق تړل غواړي هغه هم ختم شوي۔دې ووئيل داسې محسوسېږي چې عمران خان د سترې محكمې څخه هم د تېښتې هڅه كوي۔(ص ف/ض ض/وس/1917)