عمران خان د سياست په شان په عدالت كښې هم خپل دريځ بدلوي٬ عمران خان د اولس د رايو او جمهوريت په ځائ په لاټرې او اېمپائر باوري لري٬

د وزيراعظم محمد نواز شريف نوم په پانامه پېپرز كښې نشته۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف خبريالانو سره خبرې

عمران خان د سياست په شان په عدالت كښې هم خپل دريځ بدلوي٬ عمران خان د اولس د رايو او جمهوريت په ځائ په لاټرې او اېمپائر باوري لري٬ 
د وزيراعظم محمد نواز شريف نوم په پانامه پېپرز كښې نشته۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې عمران خان د سياست په شان په عدالت كښې هم خپل دريځ بدلوي٬ عمران خان د اولس د رايو او جمهوريت په ځائ په لاټرې او اېمپائر باوري لري٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف نوم په پانامه پېپرز كښې نشته۔ د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې نن د مسلم ليګ ﴿ن﴾ وكيل د مريم نواز شريف د وزيراعظم په كفالت كښې د نه كېدو ثبوت په عدالت كښې داخل كړے۔

ده ووئيل چې د كومې ورځې نه د پانامه كېس روان شوے٬ عمران خان د سياست په شان په عدالت كښې هم هره ورځ خپل دريځ بدلوي۔ خواجه آصف ووئيل چې زمونږ دريځ يو دے او انشاالله هم دا به زمونږ د كاميابې ضمانت ثابت شي۔ دا ثابته شوې چې د وزيراعظم نوم په پانامه پېپرز كښې نشته۔ ده ووئيل چې په كال 1999م د جنرال ﴿ر﴾ پروېز مشرف لخوا د وزيراعظم محمد نواز شريف د حكومت د خاتمې په وخت عمران خان د امريت ملاتړ كړے و۔

عمران خان هيله لرله چې د دوهرنو نه به نوې موړ پېل شي او د ده د وزيراعظم جوړېدو لار به هواره شي۔ ده ووئيل چې عمران خان د اولس د رايو او جمهوريت په ځائ په لاټرې او اېمپائر باوري لري۔ ده ووئيل چې انشا الله زمونږ او د ټول قوم باور په الله تعالٰي او د عمران خان په دنياوي اېمپائر دے۔ د دفاع وزير ووئيل چې په نړۍ كښې چرته هم سياستدان د دريو نسلونو حساب نه دې وركړے۔

وزيراعظم د نړۍ ته د تلليو خپلو مشرانو حساب هم وركوي او د دې عمل نه د وزيراعظم محمد نواز شريف په جمهوريت باور څرګندېږي۔ د دې په ضد عمران خان د ټاكنو په كميسون كښې د زكواة د پېسو حساب وركولو ته هم تيار نه دے۔ خواجه آصف وويئل چې وزيراعظم هره ورځ د يو نوي پرمختيائي كار پرانسته كوي ځكه چې هغه اولس او هېواد پرمختللې او محفوظ جوړول غواړي۔ ده ووئيل چې عمران خان د پرمختګ د سفر د مخ نيوي هڅه كوي۔ عمران خان په ذاتي عرض او مقاصدو پسې پاګل دے٬ انشاالله د ده توازن به قائم شي۔