د فلمي صنعت ودې لپاره كوټلې لائحه جوړېږي۔ عرفان صدیقي

د فلمي صنعت ودې لپاره كوټلې لائحه جوړېږي۔ عرفان صدیقي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د وزیر اعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صدیقي وئيلي دي د فلمي صنعت ودې له كوټلې لائحه جوړېږي ۔ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د غېر ملكي فلمونو په درآمد د حكومت لخوا هېڅ بندېز نشته خو د سنسر بورډ په موجوده قوانين عملدرآمد جاري دے او وخت په وخت د سلامتيا او دفاعي حاجتونو له مخې د قواعدو او ضوابطو جاج اخستل د معمول خبره ده۔ ده ووئيل د فلمي صنعت پرمختګ له د ستونزو لرې كولو لپاره اړوندو كسانو سره غونډې روانې دي او حكومت د ھغوي د تجويزونو جاج اخلي۔ عرفان صدیقي ووئيل حكومت فلم ډسټري بيوټرز ته د اېن او سي په ترلاسه كېدو كښې د رامخې ته شوو ستونزو لرې كولو له ګامونه پورته كوي۔ (م ع/ض ض/ګ ل/1501)