د مریم نواز په ضد كېس هيڅ بنياد نه لري ٬عمران خان ځان لوې لېډر ګڼي خو د مريم نواز نه ېرېږي٬

مريم نواز واده شوې او د كركيلې زمكې ټول ثبوتونه وكيل عدالت له وركړي دي ۔د كېډ وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د كېډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د مریم نواز په ضد د پي ټي آئي كېس بې بنسټه دې٬ عمران خان ځان لوې لېډر ګڼي خو د مريم نواز نه ېرېږي۔د زيارت په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل تاريخ كښې د دې نه وړاندې هم په سياستمدارو تورونه لګېدلي خو څوك هم د عدالت يا د ميډيا په وړاندې نه دي راغلي او پانامه كېس داسې مقدمه ده چې پكښې د وزيراعظم او د ھغه د دريو نسلونو احتساب روان دے۔

ده ووئيل د مخالفينو لخوا لګولي شوي ټول تورونه بې بنسټه دي او دوي هېڅ ډول ثبوتوونه نه لري ٬ ده ووئېل اوس كېس د وزیراعظم د بچو روان دے او مريم نواز د وزيراعظم په پالنه كښې د ثابتولو هڅې روانې دي۔ ده ووئيل مريم نواز واده شوې او د زرعي زمكې ټول ثبوتونه د ھغې وكيل عدالت كښې جمع كړې دي ۔ (م ع/ض ض/ګ ل/1501)