د بارانونو له امله ځپلو شوو سره به هر ډول مرسته كولې شي٬ پھ دې سخت وخت كښې به اولس يوازې نه پرېږدو،

د سي پېك پروژې له امله به نه يوازې د بلوچستان بلكې د پاكستان معيشت هم مضبوط شي٬د روزګار موقعې به راپېدا شي٬اوسنې حكومت د بلوچستان پسماندګۍ خاتمې له خاص ګامونه پورته كوي۔ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ

كوئټھ (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) د سېفران وفاقي وزير جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د صوبائي او وفاقي حكومت لخوا د بارانونو له امله ځپليو سره به هر ډول مرسته كولې شي۔ پھ دې سخت وخت كښې به اولس يوازې نه پرېږدو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ خاران كښې د بارانونو له امله ځپلو شوو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د بلوچستان پرمختګ كښې خاص خوښي لري٬٬د سي پېك پروژې له امله به نه يوازې بلوچستان بلكې د پاكستان معيشت هم مضبوط شي٬د روزګار موقعې به راپېدا شي٬اوسنې حكومت د بلوچستان پسماندګۍ خاتمې لپاره خاص ګامونه پورته كوي۔

ده ووئيل د سي پیك پروژې بشپړېدو سره به نه يوازې بلوچستان بلكې ټول پاكستان كښې د برېښنا بحران ختم شي۔ ده ووئيل دې سره سره به اولس ته د بېلو پروژو ترسره كېدو سره سفري آسانۍ هم ترلاسه شي٬وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم خاص امر كړی چې ګوادر كښې د څښكلو پاكو اوبو رسنې لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي٬ګوادر به سباؤن كښې يو ماډل سټي جوړولې شي ځكه د ګردې نړۍ هېوادونه ګوادر كښې سرمايه كارۍ كول غواړي۔)وا/ض ض/وس/1952)