اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي عمران خان او جهانګیر ترین په ټاكنو كمېسون او ستره محكمه كښې استثنېٰ غواړي٬ وزیراعظم ځان د كورنۍ سسرخ خپل ځان احتساب له وړاندې كړې دې ۔ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان د ميډيا په وړاندې وئيلي ٶ چې زما په كېس كښې حكم امتناعي جاري شوې خو ھغه دروغ وئيلي ٬ كه حكم امتناعي جاري شوې وه نو عدالت ته به هغوې وړاندې كړې وه ۔
ده ووئيل هائي كورټ 6 مياشتې پس بېنچ تشكيل كړے او عمران خان ھغې بېنچ ته نه وړاندې كېږي۔ دانیال عزیز عمران خان ته ووئيل ستا د تلاشۍ اخستو وخت راغلے اوس به د دروغ او رښتياﺀ پته لګي۔ ده ووئيل محمد نواز شریف په درېم ځل ټاكلې وزیراعظم دے او ته اولس په ضمني ٬ بلدياتي ٬ كشمير او د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې رد كړې ئې ۔ ده ووئيل عمران خان په عدالت كښې شعرونه وائي په عدالت كښې شعرونه نه ثبوتونه وړاندې كول وي۔ دانیال عزیز ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د اختساب خبره كوٶنكې عمران خان تر ننه د جنرال (ر) حامد په ځائ نوي عهدېدار ونه ټاكو ۔ده ووئيل عمران خان د احتساب نه تخښتي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1420)