پاكستان د چين نزدې ملګرے دے٬سي پېك به ګيم چېنجر ثابت شي۔سن وائي ډونګ د چين سفير پېښور پوهنتون ته د تږ پھ مهال خبرې

پاكستان د چين نزدې ملګرے دے٬سي پېك به ګيم چېنجر ثابت شي۔سن وائي ډونګ د چين سفير پېښور پوهنتون ته د تږ پھ مهال خبرې

پیښور(پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ وئېلي دي چين پاكستان له د خپل نزدې ملګري درجه وركوي٬چين پاكستان اقتصادي راهداري پروژه به سيمه كښې د ګيم چېنجر كردار ترسره كړي او پھ دې لړ كښې به د قراقرم هائي وے او ګوادر پورټ وړومبنۍ برخه اپ ګرېډ كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د پیښور پوهنتون دورې پھ موقع وكړه۔

په دې مهال ده پیښور پوهنتون كښې د چائنه سټډي اينډ ريسرچ سنټر جوړولو لپاره د پېښور پوهنتون وائيس چانسلر له د چين حكومت د اړخه چېك هم وركړو۔ده ووئيل سږ كال د پاكستان او چين د كاميابې سفارتكاري 65 كال لمانځلې كېږي كوم چې د دواړو هېوادونو د نه ختمېدونكې ملګرتيا عكاسي ده۔ده ووئيل زمونږ هېواد د پاكستان سره په ټولو څانګو او پھ خاص توګه معياري تعليم ښه وركولو له مرسته كول غواړي۔

په دې موقع د پوهنتون وائيس چانسلر پروفيسر ډاكټر محمد رسول جان د چين حكومت مننه وكړه۔ده ووئيل د چين او پاكستان ملګرتيا پھ هر وخت كښې آزمائېلې شوې۔ده هيله څرګڼده كړه چې چائنه سټډي سنټر جوړولو سره به د دواړو هېوادونو زده كونكي او ريسرچرز د يو بل د تجربو څخه ګټھ پورته كړي۔دې سره به په سيمه كښې مثبت بدلون راشي۔په دستوره كښې د چين سفارت پولټيكل اتاشي هي ليو٬ډينز ډاكټر منهاج الحسن٬ډاكټر عدنان سرور خان او په خېبرپښتونخوا كښې د پاك چين ملګرتيا سفير سيد علي نواز ګېلاني هم موجود وو۔ ۔(ص ف/ض ض/وس/1725)