د فني تربيې قامي كميسون د چين او پاكستان د اقتصادي لارې 38 خاص څانګو لپاره ځوانان تربيه كوي۔ پلاننګ كميسون

د فني تربيې قامي كميسون د چين او پاكستان د اقتصادي لارې 38 خاص څانګو لپاره ځوانان تربيه كوي۔ پلاننګ كميسون

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د فني تربيې قامي كميسون د چين او پاكستان اقتصادي لارې 38 خاصو څانګو لپاره ځوانان تربيه كوي۔ د پلاننګ كميسون چارواكو له مخې د فني تربيې كميسون په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې 197 ادارو كښې ځوانانو له په بېلا بېلو څانګو كښې تربيه وركوي۔ كميسون په راتلونكي پړاؤ كښې د چينائي ژبې د كورس پلان هم لري٬ دغسې په 28 ادارو كښې د چينائي ژبې كورسونه هم كولې شي۔ د چارواكو له مخې په ځينې تعليمي ادارو كښې خاص مركزونه جوړولې شي چې د اقتصادي لارې پروژو لپاره افرادي قوت رامخې ته كړې شي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1645)