په بې بنسټه تورونو او دليلونو عدالت كښې كېس نه ګټلې كېږي ٬ مخالفين چې څو غواړي تورونه دې لګوي٬نواز شريف خپله وېنا كښې غلط بياني نه ده كړې٬

مسلم ليګ (ن) د خپل مشر په پېروۍ كولو شائسته رويه خپله كړې٬ پي ټي آئي په كنټېنر د خبرو عادت لګوي ٬ مريم نواز د مهذب پلار مهذبه لور ده٬ د نواز شريف په پانامه پېپرز كښې نامه نشته ٬ كوم هم پېټيشنر په ستره محكمه كښې داسې ثبوت نه دې وړاندې كړې چې په بنياد ئې وزيراعظم نه اهل كړې شي۔ د مريم اورنګزېب د سترمې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مرېم اورنګزېب وئيلي دي په بې بنسټه تورونو او دليلونو عدالت كښې كېس نه ګټلې كېږي ٬ مخالفين چې څومره غواړي تورونه دې لګوي ٬ نواز شريف خپله وېنا كښې غلط بياني نه ده كړې٬ مسلم ليګ (ن) د خپل مشر په پېروي كولو ښائسته رويه خپله كړې ده ٬ پي ټي آئي په كنټېنر د خبرو كولو عادت لري ٬ مريم نواز د مهذب پلار مهذبه لور ده٬ د نواز شريف په پانامه پېپرز كښې نامه نشته ٬ كوم هم پېټيشنر په ستره محكمه كښې داسې ثبوت نه دې وړاندې كړې چې په بنياد ئې وزيراعظم نه اهل كړې شي۔

د جمعې په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل د نواز شريف په پانامه پېپرز كښې نامه نشته او نه ئې په پارلمان او بل ځائ كښې خپلې وېنا كښې غلط بياني كړې ده ٬ دې ووئېل د تحريك انصاف لخوا په پيټيشن كښې كوم هم ثبوت نه دې وړاندې كړې شوې ٬ پيټيشن او عدالتي كېس مختلف دي ٬ په دروغو تورونو او دليلونو عدالت كښې كېس شي ګټلې كېدې ۔

دې ووئيل دغسې د جماعت اسلامي وكيل دليلونه د پيټيشن نه بېخي مختلف دي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د عمران خان لخوا چې كېس وكړې شو نو په ھغې كښې د مني لانډرنګ٬ ټېكس غلا او د پټولو تورونه لګولي شوي وو خو اوس د عدالت په وړاندې دليل كښې د وزیراعظم د دوو وېناګانو خبره كېږي او د پي ټي آئي لارښود د عدالت نه بهر په عدالت كښې د وركړې شوو دليلونو نه مختلف بيانونه وركوي۔

مریم اورنګزېب ووئيل تېر ورځ مونږ وئيلي وٶ كه پي ټي آئي د دروغو اډانه خبري كنفرنس نه ډډه وكړي نو زمونږ لخوا به غبرګونه نه وركړې كېږي او كه پي ټي آئي خبرې كوي نو ځواب به وركول ضروري وي۔ دوهمې وزيرې ووئيل زمونږ په غونډو كښې غېر مهذبه او غېر پارلماني خبرې نه كېږي۔ دې ووئيل څوك چې په كنټېنر او هر ځائ د خبرو كولو عادت لري ھغوي ته هر ځائ بدتميز ښكاري ٬ پي ټي آئي د تېرو 3 كالو په مهال چې كوم كلتور معرفي كړې ھغه مونږ ګورو او محسوسوٶ ئې۔

دې ووئيل په درېم ځل د ټاكلي شوي وزیراعظم لرې كولو غوښتنه كوٶنكو خپل پېټيشن سره ثبوتونه نه دي وركړي او د دې برعكس عدالت كښې د مسلم لیګ (ن) وکیل ټول دليلونه او ثبوتونه جمع كړې او عدالت ته ئې وئيلي داسې كوم هم ثبوت مخالفينو نه دي وړاندې كړې چې په سوب ئې وزیراعظم نا اهل وګرځولې شي ۔)م ع/ض ض/ګ ل/1645)