سعودي كښې په 26 لكه پاكستانيانو كښې يوازې 8 زره ستونزو سره مخ دي٬ د ھغوي مسئلې لرې كولو له حكومت په تندۍ سره ګامونه پورته كوي ۔ عبدالقادر بلوچ سېنېټ ته ځواب

سعودي  كښې په 26 لكه پاكستانيانو كښې يوازې 8 زره ستونزو سره مخ دي٬ د ھغوي مسئلې لرې كولو له حكومت په تندۍ سره ګامونه پورته كوي ۔ عبدالقادر بلوچ سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د سېفران وفاقي وزيرعبدالقادر بلوچ وئيلي دي سعودي عربستان كښې په 26 لكه پاكستانيانو كښې يوازې 8 زره ستونزو سره مخ دي٬ د ھغوي مسئلې لرې له حكومت په تندۍ سره ګامونه ږورته كوي۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور اعظم سواتي په پوښتنه ده ووئيل سعودي كښې 2.6 مېلیونه څخه زيات پاكستانيان كار كوي چې پكښې په دې ورستيو كښې 8 زره كارمندان ستونزو سره مخ شوي ۔

ده ووئيل په دې لړ كښې د سعودي حكومت سره خبرې شوې دغسې چې د ځپلې شوو كسانو مرسته وكړې شي او نادهنده كمپنو څخه د كارمندانو روپې ترلاسه كولو له قانوني لاره خپله كړې شي۔ ده ووئيل مشن 2200 كسان ته په نورو كمپنو كښې د ملازمت اسانۍ وركړې ٬ نزدې 3200 كسانو فائنل اېګزټ ترلاسه كول غواړي د ھغوي زر پاكستان ته ستنېدو له وېړيا آسانۍ وركړې شوې او دغسې 2100 كسانو له په عدالتونو كښې كېس كولو له آسانۍ وركولې شي او دې سره سره دوي ته په نورو كمپنو كښې د كار كولو آسانيو سره د بېرته راتللو هم آسانۍ وركولې شي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1728)