اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د ملائېشيا په پايه تخت كوالالمپور كښې د روهنګيا مسلمانانو د ناوړه حالت پھ حقله د زيارت په ورځ د اسلامي هېوادونو د مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه سر ته ورسېده۔د غونډې اعلاميې ترمخه د روهنګيا مسلمانانو حالت زار يو ځانګړی بحران وګرځولې شو او د روهڼګيا په مسلمانانو پرله پسې ظلم امتيازي سلوك او پھ تشدد سخته اندېښنه ښكاره كړې شوه۔
د امن لپاره د ميانمر حكومت ګامونه ستائېلو سره قرارداد كښې غوښتنه شوې چې د روهنګيا مسلمانانو شهري حقونه دې بحال او د ميانمر حكومت بنيادي حقونو وركولو سره سره دې د شخړې سوب لرې كړي۔قرارداد كښې مسلمانانو هېوادونو او د نړيوالې ورورولۍ زر تر زره د سولې عمل له پھ ميانمر حكومت د فشار راوړلو غوښتنه شوې۔د روهنګيا مسلمانانو ناوړه حالت په حقله د زيارت په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه كښې د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج غزيز سره د پلاوي ګډون وكړو۔)ر پ/م ع/ګ ل/1220)