د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې بين الوزارتي غونډه

سندھ طاس لوظ نامه د اوبو د وېش يو ګټور او آزمائلې مكنزم دے٬پاكستان به د دې لوظ نامې ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔سناتور اسحاق ډار

د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې بين الوزارتي غونډه
سندھ طاس لوظ نامه د اوبو د وېش يو ګټور او آزمائلې مكنزم دے٬پاكستان به د دې لوظ نامې ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔سناتور اسحاق ډار

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي سندھ طاس لوظ نامه د اوبو د وېش يو ګټور او آزمائلې مكنزم دے٬پاكستان به د دې لوظ نامې ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده د زيارت په ورځ د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړھ د بېن الوزارتي غونډې مشري كوله۔د اوبو او برېښڼا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پاكستان اټارني جنرل اشتر اوصاف او د اړوندو وزارتونو او محكمو نمائندګانو هم غونډه كښې كډون كولو۔

په نړيوال بانك كښې د پاكستان ايګزېكټو ډائرېكټر ناصر كهوسه پھ خاص بلنه غوندھ كښې ګډون كولو۔ غونډه كښې د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړه پھ اوسني وضعه او د سباؤن امكانات جاج واخستې شو۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان د سندھ طاس لوظ نامه د اوبو د وېش يو ګټور او آزمائېلې مكنزم ګڼي او پاكستان د وړومبۍ ورځې نه په لوظ نامه عملدرآمد كړی۔ده ووئيل دا د دواړو هېوادونو پھ ګټھ كښې ده چې د دې لوظ نامې احترام وكړي او د دې په شرائطو عمل وكړي۔

په دې لړ كښې به پاكستان خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔پھ دې موقع د اوبو او برېښڼا سېكتر غونډه د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړھ د پیشرفت او انډس واټر كمېشن قوي كولو اقداماتو نه خبر كړه۔ غونډه كښې نړيوال بانك كښې د پاكستان ايګزېكټو ډائرېكټر ناصر كهوسه د نړيوال پانك په كردار او د انتظامې سره د خبرو اترو نه غونډه خبر كړھ۔ده ووئيل نړيوال بانك انتظاميه د ثالث په توګه د خپل كردار څخه خبر ده۔غونډې د سندھ طاس لوظ نامې پھ اړھ د نړيوال بانك كردار ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې بانك به پھ دې اړه سباؤن كښې هم ګټور كردار ترسره كوي۔(ص ف/ض ض/وس/2117)