د تعليم مقصد يوازې مادي كاميابۍ ترلاسه كول نه شخصيت جوړول هم دي٬پھ دې لړ كښې بايد نوې نسل د قرآن او سنت څخه لارښودنه واخلي۔

د وړومبۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن د اسلام آباد مېرمنو ماډل كالج زده كوونكو سره خبرې اترې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) وړومبنۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن وئېلي دي د تعليم مقصد يوازې مادي كاميابۍ ترلاسه كول نه شخصيت جوړول هم دي٬پھ دې لړ كښې بايد نوې نسل د قرآن او سنت څخه لارښودنه واخلي۔دې دا خبره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د اسلام آباد مېرمنو ماډل كالج زده كوونكو سره خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د زده كوونكو د پوښتو ځواب هم وركړو۔

بېګم محموده ممنون حسېن د حديث مبارك حواله وركولو سره ووئيل مونږ له د جلوت او خلوت پھ حالت كښې د لوے څښتن څخه يره پكار ده۔دې ووئيل كه څوك زمونږ څخه تعلق ختموي بيا هم بايد مونږ هغوي سره تعلق وساتو٬دې ووئېل كه څوك زمونږ څخه څه غواړي بايد مونږ هغوي له وركړو دغسې كه څوك په مونږ ظلم كوي بايد مونږ هغوي وبخښو۔دې ووئيل كه مونږ پھ دې خبرو عمل وكړو نو دې سره به نه يوازې زمونږ خپله اصلاح وشي بلكې دا به ټولنې له هم ګټوره وي۔دې ووئيل د اخلاقو سمونه يو مسلسل عمل دے او كوم چې ټول عمري روان وي ٬دې ووئېل لوے څښتن انسانانو له داسې صلاحيتونه وركړي دي د كومو سره چې هغه په سمه لار روانېدې شي۔(ص ف/ض ض/وس/2029)