برآمدي څانګه پرمختګ كوي٬ د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ تركيې او تهائي لېنډ سره د آزاد تجارت تړون له خبرې روانې دي۔ د خرم دستګیر سېنېټ ته ځواب

برآمدي څانګه پرمختګ كوي٬ د پنځو برآمدي  څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ تركيې او تهائي لېنډ سره د آزاد تجارت تړون له خبرې روانې دي۔ د خرم دستګیر سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګیر خان وئيلي دې چې برآمدي څانګه پرمختګ كوي٬ د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو سيد طاهر حسېن مشهدي او سليم اېچ مانډوي والا د پوښتنو په ځواب ده ووئيل هېواد د دريو كالو راهسې تجارتي زيان سره مخ دے۔

ده ووئيل د 16-2015 په مهال تجارتي زيان 23 اربه 96 كروړه روپۍ رېكارډ كړې شوې ۔ ده ووئيل وزیراعظم برآمد كوٶنكو له د 180 اربه روپو ډيوټي ډرا بېك سپورټ اعلان كړې دغسې چې زموبږ برآمد كوٶنكي د نړۍ مقابله وكړي۔ ده ووئيل مونږ په آزاد تجارتي لوظنامو نظر ثاني كوٶ۔ ده ووئيل نړۍ اوس بدله شوې٬ پاکستان هم په برآمدي څانګه كښې پرمختګ كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت لخوا د پنځو برآمدي څانګو ټېكس ختمېدو سره به په برآمدات زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ تركيې او تهائي لېنډ سره د آزاد تجارت تړون له خبرې روانې دي۔(م ع/ګ ل/1531)