حكومت په تېلو ټېكسونه كم كړي او ټول فشار ته ئې اولس نه دې پرېخې ۔ په كېروسين آئل او لائټ ډيزل ټېكسونه كم كړې شوي كوم چې اولس له اسانۍ وركول دي ۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سېنټ كښې د خيالاتو څرګندونې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي حكومت په تېلو ټېكس كم كړې او ټول فشار ته ئې اولس نه دې پرېخې ٬ په كېروسين آئل او لائټ ډيزلو ټېكسونه كم كړې شوي كوم چې اولس له يو ريليف دے۔ پخوانو حكومتونو ټېكسونه كم كړي۔ مونږ له به سياست سره سره حقائق ترنظره ساتل وي۔ د ګل په ورځ د سېنټ غونډه كښې اسحاق ډار ووئيل حكومت 7 مياشتې بيعه مستحكمه ساتلي ۔

د دغې په نتيجه كښی د 70 نه تر 80 اربه اېف بي آر ريونيو كمه شوې۔ ده ووئيل دا پرېكړه هم شوې چې د کېروسین آئل بيعه بايد زياته نه كړې شي ولې چې دا غريب اولس كاروي۔ ده ووئېل د لائټ ډيزل بيعه هم نه ده زياته كړې شوې ۔ ډيزل دوه روپۍ ګران شوي۔۔ وفاقي وزير ووئيل مارچ 2013ء كښی سېلز ټېكس 14 روپۍ 70 پېسې ؤه كوم چې كم كړې شوې ۔ ده ووئيل نن د پټروليم مصنوعاتو بيعه د مخكښې په مقابل كښې لږه ده۔ ولې چې مونږ ټېكسونه كم كړې۔ ده ووئيل مونږ په برېښنا سبسډي وركوؤ۔ 50 ‘ 100 يا تر تر 200 یونټو كارونكو له ريليف وركوؤ۔ )وا/ض ض/ګ ل/2201)