د سرتاج عزیز د افغان سفارت دوره،

کابل، قندھار او هلمند كښې د ترهه ګرو بريدونو كښې په قېمتي ځاني زيان د حكومت او پاكستاني اولس لخوا د غم دړد څرګندنه

د سرتاج عزیز د افغان سفارت دوره، 
کابل، قندھار او هلمند كښې د ترهه ګرو بريدونو كښې په قېمتي ځاني زيان د حكومت او پاكستاني اولس لخوا د غم دړد څرګندنه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د ګل په ورځ د افغانستان سفارت دوره كولو سره د غمرازۍ په كتاب كښې تاثرات درج كړل۔ سرتاج عزيز روانې مياشتې په لسمه نېټه كابل ٬ قندھار او هلمند كښې د ترهه ګرو بريدونو كښې په شوي قېمتي ځاني زيان د حكومت او پاكستاني اولس لخوا غمرازي كولو سره غم جنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كړې۔

په دې موقع ده د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ سرتاج عزیز ووئيل ترهه ګرۍ لعنت څخه د منطقې امن ځپلې كېږي او دا يو شريك دښمن دے او د شريك باور او جذبې د لارې د كوټلې هڅو په سوب د دې په موثره توګه مخنيوي كېدې شي ۔ ده د ترهه ګرۍ پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل چې د دې لعنت په خاتمه كښې افغان دولت او اولس سره د خپلې مرستې پخلې كوٶ۔)وا/ض ض/ګ ل/2201)