اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي يمن كښې د بنديوانو شهريت تصديق كېږي كه په يمن كښې كوم پاكستانې بند وي نو د هغوي بېرته راوستو له به ټولې اسانۍ كارولې شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې پھ مهال د سناتور مشاهد حسېن د پام راګرځونې نوټس پھ ځواب ده ووئيل د يمن وضعه خرابېدو نه پس د ګيرو شوو پاكستانيانو بېرته راوستو له حكومت د خاص پروازونو انتظام كړې ٬ ده ووئېل تر څو چې د يمن په زندانونو كښې د پاكستانيانو د شته والي تعلق دے نو د ځينې اطلاع له مخې د غه شمېره 22 ده خو تراوسه د دغه وګړو شهريت نه دې معلوم شوې۔
ده ووئېل په دې لړ كښې مونږ د يمن سفارت سره په تمس كښې يو ۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت ته هم د دغه وګړيو د شهريت تصديق لپاره خط لېكلې شوې۔ده ووئيل حكومت به د خپلو وګړيو هر ډول مرسته كوي۔(ص ف/ض ض/وس/2037)