د اټاليا وزيراعظم به په نومبر كښې په سركاري دوره پاكستان ته راځي

د اټاليا وزيراعظم به په نومبر كښې په سركاري دوره پاكستان ته راځي

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د اټاليا وزيراعظم مېټيو رنضي به سږ كال په نومبر كښې په سركاري دوره پاكستان ته راځي۔ دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د اټاليې سفير سټيفانو پونټيكوروا په يوه دستوره كښې كړې۔ ده ووئيل چې د اټاليې وزيراعظم پاكستان ته راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه سياسي٬ سفارتي او تجارتي اړيكې لا مستحكم شي۔ ده ووئيل چې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم يو ارب يورو دے د كوم چې زياتولو ته اړتيا ده۔﴿م ع/ ګ ل 1932﴾