بره دير كښې په بېلا بېلو پېښو كښې د دوه مېرمنو او ماشومانو پشمول 6 كسان مړه او 9 ټپيان شوي

بره دير كښې په بېلا بېلو پېښو كښې د دوه مېرمنو او ماشومانو پشمول 6 كسان مړه او 9 ټپيان شوي

بره دير(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) په بره دير كښې په بېلا بېلو پېښو كښې د دوه مېرمنو او دوه ماشومانو پشمول 6 كسان مړه او 9 ټپيان شوي دي۔ د تفصيلاتو له مخې د شورو په ورځ د كلكوټ تحصيل په جندري سيمه كښې د مسافرو ګاډې د ډرائيور څخه بې قابو شو او ژورې كندې ته ولوېدو۔ په پېښه كښې د دوه مېرمنو پشمول 4 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ دغسې په وړي كښې د سخت باران نه پس په راغلي سېلاب كښې دوه ماشومان لاهو شوي او يو ژوبل شوې۔ د پوليسو له مخې د ماشومانو د لټون عمل روان دے۔ بلخوا د كلكوټ تحصيل ناظم ملك تاجبر خان په پېښه كښې ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔﴿م ع/ ګ ل 1932﴾