بجټ كښې په صنعتي خام مال ډيوټي د انصاف له مخې لګولې شوې٬ هېواد كښې صنعتونو ته د پرله پسې برېښنا وركولو ٬

د اېل اېن جي درآمد سره د ګازشتون او د امن او امان وضعه ښه كېدو سره صنعتونو كښې پیداواري چارې زياتېږي٬د صنعتي خام مال غوښتنه مخ پھ زياتېدو ده۔د تجارت وفاقي وزيرانجينئر خرم دستګير خان پھ پاكستان كښې د سرمايه كاري كونكي كورين لاتےګروپ پلاوي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې پھ بجټ كښې په صنعتي خام مال ډيوټي د انصاف له لګولې شوې ده ٬ په هېواد كښې صنعتونو ته د پرله پسې برېښنا وركولو د اېل اېن جي درآمد سره د ګاز شتون او د امن او امان ښه كېدو سره پھ صنعتونو كښې پیداواري چارې زياتېږي٬د صنعتي خام مال طلب مخ پھ زياتېدو دے۔

ده دا خبرې پھ پاكستان كښې سرمايه كاري كونكې د كوريا لاتے ګروپ پلاوي سره د ملاقات پھ مهال كړی۔وفاقي وزير ته پلاوي ووئيل د دوي ګروپ پھ پاكستان كښې پھ ټېكسټائل صنعت كښې كارېدونكې پوليسټر او د نورو مصنوعي فائبرو جوړولو لپاره پھ كار راتلونكې كميكل پي ټي اے جوړوي۔صنعتونو ته د برېښنا او د ګاز لوډشېډنګ ختمېدو پھ نتيجه كښې به څو كاله پس د پي ټي اے كميكل طلب د پیداوار نه زيات شي۔دوي ووئيل د پخوا پھ مقابل كښې طلب تر 20 فيصده زيات شوې دې ۔(م ع/ض ض/وس/1840)