د چينائي سرمايه كارو پلاوي د اسلام آباد د كامرس چېمبر دوره وكړه

د چينائي سرمايه كارو پلاوي د اسلام آباد د كامرس چېمبر دوره وكړه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د چينائي سرمايه كارو 11 كسيزه پلاوي د شاډانګ جينان بوليټنے رېلوے كمپنۍ چيئرمېن ژانګ ګوليانګ په مشرۍ كښې د اسلام آباد كامرس چېمبر دوره كړې او په پاكستان كښې يې په كاروباري شركت او سرمايه كارۍ كښې دلچسپي وښودله۔په پلاوي كښې د رېلوے سامان مشينرۍ٬د برېښنا سامان او د نورو كمپنو استازي شامل وو۔د پلاوي غړو ووئيل د چين او پاكستان اقتصادي لارې پھ پاكستان كښې د چينائي سرمايه كارو دلچسپي ډېره زياته كړی او د دوي د اوسنۍ دورې مقصد په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو او د كاروباري شركت جوړولو جاج اخستل دي۔دوي ووئيل د پاكستان معيشت اوس ډېر ښه شوې او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره په زړه پورې موقعې لري۔(م ع/ض ض/وس/1840)