د پي اېس او ګرځينده قرض 146 اربه 60 كروړه روپۍ دے٬ په تېر يو نيم كال كښې نور قرض نه دې اخستې شوې۔ د شاهد خاقان عباسي سېنېټ ته ځواب

د پي اېس او ګرځينده قرض 146 اربه 60 كروړه روپۍ دے٬ په تېر يو نيم كال كښې نور قرض نه دې اخستې شوې۔ د شاهد خاقان عباسي سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د پي اېس او ګرځيند قرض 146 اربه 60 كروړه روپۍ دے٬ په تېر يو نيم كال كښې نور قرض نه دې اخستې شوې او حكومت هڅه كوي چې دا قرض كم كړې شي۔د شورو په ورځ سېنېټ د پوښتنو د مې په مهال د سناتورانو تنویر خان٬ الیاس احمد بلور او د رحمان ملك د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ايوان ته ووئيل د پي اېس او ګرځينده قرض 146 اربه 60 كروړه روپۍ دے چې پكښې د حكومت په ذمه 9 ارب 60 کروړه او د واپډا٬ پېپكو٬ حبكو او كېپكو په ذمه 555 اربه روپو كلېمز شته۔

ده ووئيل ګرځنيده قرض كوم چې د كال 2015 په پېل كښې 181 اربه روپۍ وو اوس 146 اربه روپو ته راغلے ۔ده ووئيل حكومت په كال 2015 كښې د برېښنا څانګې لخوا 40 اربه روپۍ وركړې ۔ده ووئيل د فرورۍ 7مې نيټې څخه تر 20 جولائي 2016 د پي اېس او لخوا د برېښنا څانګې ته د 308 اربه روپو تېل وركړې چې پكښې 293 اربه روپۍ وركړې شوې دي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1813)