فرانس د داعش په ضد د بشپړه جنګ اعلان وكړو

فرانس د داعش په ضد د بشپړه جنګ اعلان وكړو

پېرس(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د فرانس اولس مشر فرانسوا الاندے د نارمنډي په سيمه كښې په كليسا كښې د ترهګرې د تازه پېښو غندنه كولو سره وئيلي دي چې په دې پېښه داعش ككړ دے۔ ده د داعش په ضد پوره قوت او ټولې وسيلې كارولو سره د جنګ روان ساتلو د عزم پخلې كړې۔ د دې پېښې نه پس د فرانس اولس مشر د ځپلې كليسا دوره وكړه۔ ده د فرانس اولس ته ووئيل چې د ترهګرې په ضد دې يو موټې اوسي۔ ده ووئيل چې كومې ترهګرې ډلې ته به د فرانسوي وګړو د يرولو د پلان جوړولو موقع ورنه كړې شي۔ ﴿م ع/ م ع 1340﴾