د جنګ مېدان كښې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو نه وروستو دې ته بايد فكري ماتې وركړې شي۔ د تعليم ودې له امله ترهه ګري او انتهاخوښي ختمه شوې ده٬د "ضرب عضب"كاميابۍ څخه وروستو قامي بيانيے ته اړتيا ده۔اولس مشر ممنون حسېن د نېشنل ډيفنس پوهنتون ګريجوېشن دستورې ته وېنا

د جنګ مېدان كښې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو نه وروستو دې ته بايد فكري ماتې وركړې شي۔ د تعليم ودې له امله ترهه ګري او انتهاخوښي ختمه شوې ده٬د

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د جنګ مېدان كښې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو نه وروستو دې ته بايد اوس فكري ماتې وركړې شي۔ د جمعې پھ ورځ نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې"د نېشنل سېكورټي اينډ واركورس"ګرېجوېشن دستورې ته خطاب كولو سره ده ووئيل چې د تعليم ودې له امله ترهه ګري او انتهاخوښي ختمه شوې ده٬د "ضرب عضب"كاميابۍ څخه وروستو قامي بيانيے ته اړتيا ده۔

پھ دې لړ كښې سول او عسكري چارواكي٬مېډيا او تعليم پوهه مرستيال كردار ادا كولې شي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ ختمولو كښې د ملګرو هېوادونو پوهې څخه هم استفاده كولې شي۔په دې موقع اولس مشر پھ كورس كښې ګډون كونكو له اسناد وركړل۔دستوره كښې قامي سلامتيا ته د رامخې ته شويو چېلنجونو پھ اړه دوه بريفنګز هم وركړې شول۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال٬د پارلمان غړو٬سول او پوځي چارواكو هم دستوره كښې ګډون كولو۔(وا/وس/1529)