د آزاد كشمير په باغ ضلع كښې يو ټرك د سكول ودانۍ سره وجنګېدو چې په نتيجه كښې يې د 5 ماشومانو پشمول 30 مسافر ژوبل شوي

د آزاد كشمير په باغ ضلع كښې  يو ټرك د سكول ودانۍ سره وجنګېدو چې په نتيجه كښې يې د 5 ماشومانو پشمول 30 مسافر ژوبل شوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د آزاد كشمير باغ ضلع كښې يو تند رفتار ټرك د سكول ودانۍ سره وجنګېدو چې په نتيجه كښې يې د 5 ماشومانو پشمول 30 مسافر ژوبل شوي۔د نجي ټي وي چينل راپور له مخې د آزاد كشمير باغ ضلع بيرپاني سيمه كښې يو تندرفتار ټرك د سكول ودانۍ سره ټكر شو چې پھ نتيجه كښې يې د 5 ماشومانو پشمول 30 مسافر ژوبل شوي۔د پوليس ذريعو له مخې ټرك د برېك فېل كېدو له امله ډرائيور څخه بې قابو شو چې د سكول ودانۍ سره ټكر شو۔ژوبل شوي نزدې روغتون ته رسول شوي چرته چې هغوي ته طبي مرسته وركولې شي۔ ۔پوليس د دې پیښې پلټنې پیل كړي۔(وا/وس/1529)