وفاقي پايه تخت څخه د يو تن بې دركه كېدو په اړه پوليس كوم باقاعده شكايت نه دې ترلاسه كړې۔ د قانون وفاقي وزير

وفاقي پايه تخت څخه د يو تن بې دركه كېدو په اړه پوليس كوم باقاعده شكايت نه دې ترلاسه كړې۔ د قانون وفاقي وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد سېنېټ ته وئېلي د وفاقي پايه تخت څخه د يو تن بې دركه كېدو پھ اړه پوليس ته كوم شكايت نه دې ترلاسه شوې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د چيئرمېن پھ استفسار د قانون وزير ووئيل چې پھ ورځپاڼو كښې د راپور لوستلو نه وروستو د كورنيو چارو وزير پوليس ته سپارښتنه وكړه چې د اړوند تن كورنۍ سره رابطه وكړي خو تراوسه پوليس ته كوم شكايت نه دې ترلاسه شوې۔(وا/وس/1529)