د سټیل ملز نجکارۍ معامله د نجکاری کمېشن كښې ده، د صنعتونو او پیداوار وزير

د سټیل ملز نجکارۍ معامله د نجکاری کمېشن كښې ده، د صنعتونو او پیداوار وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13جنوری2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوي د سټیل ملز نجکارۍ معامله د نجکاری کمېشن كښې ده ٬ دا مهال د سټيل ملز پېداوار بند دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور احمد حسن د پوښتنې په ځواب ده ووئيل تر 2016-11-30 د پاکستان سټیل ملز په ذمه د ګاز بل په لړ كښې 46.25 اربه روپۍ واجب الادا دي۔ د حکومت لخوا د سټیل ملز نجکارۍ عمل لپاره هڅې روانې دي۔ ملز له د امدادی پېکج وركولو په تجویز كوم غور روان نه دے۔ دا مهال پيداوار بند كړې شوے۔ ده ووئيل د سټیل ملز لیز كښې چین او ایران هم خوښي لري ۔ په دې اړه كومه هم پرېكړه به نجکاری کمېشن كوي۔(ص ف/وا/ګ ل/1514)