سکندر حیات خان بوسن سره پاکستان كښې د رومانيه نوي سفير ولېدل

سکندر حیات خان بوسن سره پاکستان كښې د رومانيه نوي سفير ولېدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د نېشنل فوډ وفاقي وزير سکندر حیات خان بوسن سره پاكستان كښې د رومانيه نوي سفير نکولی ګوئیه ليدلي دي ۔ وفاقي وزير د سفير هركلے وكړو او هغه ئې د خپل وزارت ٬ اړوندو څانګو او د زرعي فصلونو بهترۍ او د زيات پېداوار پحقله هم خبر كړو۔د رومانيه سفير د سندھ ګورنر جسټس (ر) سعید الزماں صدیقي په مړينه هم غمرازي ښكاره كړه ۔ په دې موقع دواړه اړخه په دې خبره راضي شول چې په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه د حلالې غوښې٬ ډېري ٬ د كركيلي په لړ كښې مرستې له به د تفاهم يادښتونه لاس ليك كولې شي۔(وا/ض ض/ګ ل/2118)