وزیراعظم هېواد كښې د جديد انفرسټركچر ٬ توان ٬ تعليم او دروغتيا منصوبې پېل كړې۔ د احسن اقبال د روغتيا پروګرام ته وېنا

وزیراعظم هېواد كښې د جديد انفرسټركچر ٬ توان ٬ تعليم او دروغتيا منصوبې پېل كړې۔ د احسن اقبال  د روغتيا پروګرام ته وېنا

نارووال (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي وزیراعظم هېواد كښې د جديدو سترو لارو ٬ توان ٬ تعليم او د صحت منصوبې پېل كړې دي۔ده د زيارت په ورځ د روغتيا پروګرام پېل كولو دستورې ته وېنا كوله كومې ته چې وزیراعظم محمد نواز شریف هم خطاب كولو او حق لرونكو له ئې هېلت كارډونه وركړل ۔ وفاقي وزیر ووئيل د نارووال اولس تل د وزیراعظم محمد نواز شریف او مسلم لیګ (ن) هركلے كړے۔

احسن اقبال ووئيل ټول قام په دې پوهېږي چې كال 2013 كښې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو هر خو تېاري وې۔ده ووئيل ميډيا پوښتنه كړې وه چې تاسو دومره لوظونه كړې او خزانه خالي ده نو مونږ ووئيل زمونږ د قيادت او د نيتونو خزانې ډكې دي۔ده ووئيل كال 2013 كښې د پاكستان شمېره په معاشي توګه پاتې هېوادونو كښې كېده خو اوس نوميالې نريوالې مجلې "دي اكنامسټ" پاكستان د نړۍ په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې 5م معيشت ګرځولې او د پرمختګ دا مزل د وزيراعظم په مشرۍ كښې مخ په وړاندې روان دے۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1937)