د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د عراق سفیر ډاکټر علي یاسین محمد کریم وليدل

د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د عراق سفیر ډاکټر علي یاسین محمد کریم وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د وزیراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د عراق سفیر ډاکټر علي یاسین محمد کریم ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او عراق ترمېنځه د شريكې خوښې په مرسته خبرې كړې ژدغسې د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا او استحكام په چارو هم خبرې شوې۔ د عراق سفیر په دې موقع ناصر خان جنجوعه پاكستان كښې د خپلې تجربې نه خبرې كړو او د پاكستان ترهه ګرۍ په ضد د هلو ځلو ئې ستائنه وكړه ۔

ده د امنيت ٬ تجارت او دفاع پشمول نورو څانګو كښې د مرستې په زياتولو ټېنګار وكړو ۔ د وزیراعظم صلاحكار په دې موقع ووئيل عراق تاريخي پس منظر لرونكے اسلامي هېواد دے او دواړه هېوادونه ډېر يو ډول اقدار لري او دې سره سره يو ډول مسئلو سره هم مخ دي چې پكښې د ترهه ګرۍ لعنت دواړه هېوادونه ډېر ځپلي دي ۔ده ووئيل د شريكې مرستې د لارې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې غوره نتيجې ترلاسه كېدې شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1937)