وزيراعظم محمد نواز شريف د سندھ ګورنر جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كړه

وزيراعظم محمد نواز شريف د سندھ ګورنر جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د سندھ ګورنر جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كړې ده څوك چې د شورو په ورځ په حق رسېدلې۔د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي د عدليې او قانون عملدارۍ لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔هغه يو ديانتداره جج ؤه چا چې چرته هم په اصولو سودا نه وه كړې او انصاف وركولو له غېر جانبدار پاتې وو۔وزيراعظم ووئيل سعيد الزمان صديقي غېر جمهوري عناصرو په ضد مزاحمت په اړه كردار او په دې لړ كښې ځانګړې قربانۍ لري۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔)ص ف/ض ض/وس/2151)