د پېښور په باچا خان هوائي ميدان به اسانيو لپاره درې اربه روپۍ خرڅ كولې شي ' د پارلیمانی چارو وفاقی وزیر

د پېښور په باچا خان هوائي ميدان به اسانيو لپاره درې اربه روپۍ خرڅ كولې شي ' د پارلیمانی چارو وفاقی وزیر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د پارلیمانی چارو وفاقی وزیر شیخ آفتاب احمد وئيلي دي د پېښور په باچا خان هوائي ميدان به اسانيو لپاره درې اربه روپۍ خرڅ كولې شي ' تعمېراتې کار به د روان كال په وړومبنو درېو مياشتو كښې بشپړ شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سناتور محسن عزیز د پام ګرځونې په نوټس ده ووئيل په باچا خان هوائي ميدان دې نه وړاندې هم 157 ملیونه روپۍ خرڅ كړې شوي۔ د هوائي ميدان مجموعی زمكه 574 ایکړه ده خو په دې كښې 27 ایکړه زمكه د سول ایوی اېشن سره ده او پاتې د حساس ادارې سره ده۔ ده ووئيل كه د هوائي ميدان د پراختيا کار جاج اخستو له خاص کمېټی جوړه شي نو کمېټۍ له په هوائي ميدان تفصیلی بریفنګ وركولو له چمتو يم۔ )ص ف/ض ض/وس/2151)