کوئټھ نه قلات ته وركړې كېدونكې 87 فيصده ګاز غلا كيږي۔ تر كومې چې د ګاز غلا مخ نيوې اونه شي د پائپ لائن غزول او د ګاز رسونه زياتول عبث دي۔

د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير خاقان عباسي د سېنېټ غونډه كښې د پام ګرځونې نوټس ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير خاقان عباسي وئيلي دي کوئټھ څخه قلات ته وركړې كېدونكې 87 فيصد ګاز غلا كيږي۔ تر كومې چې د ګاز غلا مخ نيوې اونه شي د پائپ لائن غزولو او ګاز رسنه زياتولو هېڅ ګټه نشته۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور اشوك كمار ٬ عثمان كاكړ او مير كبير د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې ده ووئيل د ګرمۍ موسم كښې قلات كښې د ګاز غوشتنه يو اېم اېم سي اېف ډي او د يخنۍ په موسم كښې درې اېم اېم سي اېف ډي وي۔

دا مهال كوئټه څخه 12 اېم اېم سی اېف ډی ګاز وركولې شي ولې تر قلات دوه اېم اېم سی اېف ډی ګاز رسي او د كومې هم سيمې څخه چې ګاز تېرېږي هغې نه غلا كېږي۔ ده ووئېل نومبر كښې 162 اېم اېم سی اېف ډی ګاز وركړې شو ولې د ميټرز د لارې 20 زره مكعب فټ ګاز ورسېد۔ او په دې حساب 87 فيصده ګاز غلا كړې شو۔ ده ووئيل د ګاز رسنه لويه مسئله نه بلكې اصل مسئله د غلا مخ نيوې كول دي ۔ ده ووئېل تر كومې چې د ګاز غلا مسئله لرې نشي د پائپ لائن غزول او د ګاز رسنه زياتول هېڅ ګټه نه لري۔)وا/ض ض/وس/2151)