د تېرو دريو كلونو په مهال د بېلا بېلو هېوادونو څخه د 2 لكه 66 زرو نه زيات پاكستانيان وطن ته راستانه شوي۔د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان په سېنېټ كښې ځواب

د تېرو دريو كلونو په مهال د بېلا بېلو هېوادونو څخه د 2 لكه 66 زرو نه زيات پاكستانيان وطن ته راستانه شوي۔د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان په سېنېټ كښې ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان وئېلي دي د تېرو دريو كلونو په مهال د بېلا بېلو هېوادونو څخه د 2 لكه 66 زرو نه زيات پاكستانيان وطن ته راستانه كړې شوي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور جهانزېب جمالديني او د چوهدري تنوير خان د پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو دوهم وزير بليغ الرحمان ايوان ته ووئيل د بهرنيو هېوادونو څخه د ډي پورټ شوو تفتيش اېف آئي اے پھ هوائي اډه كوي٬كه دوي كوم جرم نه وي كړې نو خوشې كولې شي٬په بل صورت د دوي په ضد اېف آئي آر درج كولې شي۔ده ووئيل د تېرو دريو كلونو په مهال د بېلا بېلو هېوادونو څخه د 2 لكه 66 زرو نه زيات پاكستانيان وطن ته راستانه كړې شوي دي۔(م ع/ض ض/وس/1934)