د جنرال(ر) راحيل شريف بهر هېواد كښې د ملازمت لپاره د اېن او سي يا كلينئرس په اړه دفاع وزارت ته تراوسه په رسمي توګه كوم درخواست نه دې راغلې٬

كه كوم درخواست راغلو نو د قانون او رولز له مخې به پريكړه كولې شي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف په سېنېټ كښې بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د جنرال(ر) راحيل شريف لخوا په كوم بهرني هېواد كښې د ملازمت لپاره د اېن او سي يا كلينئرس په اړه دفاع وزارت ته تراوسه په رسمي توګه كوم خواست نه دې راغلې٬كه كوم خواست راغلو نو د قانون او رولز له مخې به پرې پريكړه كولې شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې معامله ده ووئيل د رېټائرډ پوځي افسرانو د بېرته ملازمت په اړه د دفاع وزارت رولز موجود دي۔

پھ هېواد كښې دننه ملازمت لپاره په دې لړ كښې د دفاع وزارت لخوا د اېن او سي ضرورت وي خو پھ بهرني هېواد كښې د ملازمت په اړه پھ دې رولز كښې ذكر نشته۔ده ووئيل جنرال(ر)راحيل شريف د سعودي حكومت په بلنه عمرې ادا كولو لپاره سعودي ته تللې وو او بېرته راغلې۔د عمرې ادا كولو په لړ كښې ده اطلاع وركړې وه او د بېرته راتللو نه پس يې هم جي اېچ كيو يا د دفاع وزارت ته د كوم ډول وړاندېز اطلاع نه ده وركړې۔ده ووئيل كه اېن او سي لپاره كوم درخواست راشي نو ايوان به خبرولې شي۔د سېنېټ چيئرمېن په پوښتنه خارجه صلاحكار سرتاج عزيز ووئيل د جنرال(ر)راحيل شريف لخوا بهر هېواد كښې ملازمت لپاره كوم درخواست نه دې راغلې ځكه په دې معامله څه نشي وئېلې كېدې۔(م ع/ض ض/وس/1934)