د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه برآمد كوونكو لپاره د وزيراعظم د مراعاتي پیكج منظوري وركړی شوه

د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه برآمد كوونكو لپاره د وزيراعظم د مراعاتي پیكج منظوري وركړی شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه وشوه۔ غونډه كښې برآمد كوونكو لپاره د وزيراعظم د مراعاتي پیكج منظوري وركړی شوه۔په غونډه كښې كمېټۍ ته د فنانس ډويژن لخوا د مهمو اقتصادي اشاريو٬د څيزونو د بيعو٬د سټاك صورتحال٬توان٬د غېر ملكي زرمبادله پانګو٬د غېر ملكي سرمايه كارۍ٬تجارتي حجم او د ټېكس محصولاتو په اړه بريفنګ وركړی شو۔

كمېټۍ د فنانس ډويژن لخوا وړاندې كړی برآمد كوونكو لپاره د وزيراعظم د مراعاتي پیكج په اړه د سمرۍ منظوري وركړه۔اي سي سي د اوبو او برېښنا وزارت لخوا د نيلم جهلم سرچارج موده تر 30 م جون 2018 د پراخا كولو په اړه سمرۍ هم منظور كړه۔د دې نه علاوه د شريكې ګټې كونسل د پريكړی پھ رڼا كښې اي سي سي د اوبو او برېښنا وزارت لخوا د پنجاب حكومت د مجموعي هائيډل پرافټ كليمز ترسره كولو لپاره واپډا ته د فنانس ډويژن لخوا د پاكستاني حكومت د ګارنټۍ وركولو هم منظوري وركړی شوه۔(م ع/ض ض/وس/1934)