سپيكر اياز صادق د ايران په سفارت كښې د علي اكبر هاشمي رفسنجاني په مړينه تعزيتي كتاب كښې خبل تاثرات قلمبند كړل

سپيكر اياز صادق د ايران په سفارت كښې د علي اكبر هاشمي رفسنجاني په مړينه تعزيتي كتاب كښې خبل تاثرات قلمبند كړل

اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د ايران پخواني اولس مشر او د ايران مصالحتي كونسل مشر علي اكبر هاشمي رفسنجاني په مړينه غمرازي ښكاره كولو له ايران سفارت ته لاړو چرته چې ده په تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ خپلو تاثراتو كښې سپيكر اياز صادق وليكل چې علی اکبر هاشمی رفسنجانی يو زيرك او لويه حوصله لرونكې لارښود ؤه ۔هغه د پاكستان د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كړې وو۔ سپيكر دا هم وليكل چې د پاكستان پارلمان ٬ او اولس د علي اكبر هاشمي رفسنجاني كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك دے۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دې ارواښاد له د خبل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ (وا/ض ض/وس/2159)