لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن سره د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف وليدل٬د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د خېرښېګړی په پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پنجاب اعلٰی شهباز شريف پھ دې مهال ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت دري نيمو كلونو په مهال د اولس د خذمت رېكارډ جوړ كړی او د اولس معيار ښه كولو له يې د اربونو روپو په لګښت په پرمختيائي پروژو تندۍ سره كار پېل كړې۔
د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت ټولو څانګو كښې مېرټ ته وده وركړې دغسې سپيځلتيا يې باوري كړې۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)قيادت مرګ او ژوند اولس سره دې او پاكستان كښې د پرمختګ او څوكالۍ لپاره سياست كوي۔دا وخت د اتحاد او اتفاق دې۔د انشتار يا احتجاج سياست هېڅ ګنجائش نشته۔ده ووئيل چين د پاكستان سره د ملګرتيا خپل حق ادا كړې او په ټول پاكستان كښې د سي پیك ترمخه په پروژو تندۍ سره كار روان دې۔
چين د پاكستان يو لويې ملګرې دې۔وزيراعلٰی ووئيل د هېواد د معاشي پرمختګ تعلق سياسي استحكام سره دې٬ د خنډانو باوجود حكومت معيشت په سم پلو روان كړې٬معاشي اشاريې ښھ شوي۔اولس مشر ممنون حسېن پھ دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل شهباز شريف د صوبې د اولس خذمت كوي۔وزيراعلٰی د لاهور پشمول پنجاب پرمختللې صوبه جوړولو لپاره د قدر وړ اقدامات كړي۔د دې نه وړاندې اولس مشر چې كله لاهور ته ورسېدو نو د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف په هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو۔(ص ف/ض ض/وس/2159)