كوم خلق چې د خپلې مقدمې وس نه لري نو د هغوي مرستې لپاره ډسټركټ ليګل ايمپاورمنټ كمېټۍ جوړې كړی شوي خو د دغې آسانې نه ډېرو كمو خلقو استفاده كړې٬يوازې 24 فيصده فنډ كارولې شوې۔د قانون وفاقي وزير زاهد حامد

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي كوم خلق چې د خپلې مقدمې وس نه لري نو د هغوي مرستې لپاره ډسټركټ ليګل ايمپاورمنټ كمېټۍ جوړې كړی شوي خو د دې آسانې نه ډېرو كمو خلقو استفاده كړې٬يوازې 24 فيصده فنډ كارولې شوې دې ۔د نهې پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور نزهت صادق د پوښتنې په ځواب كښې د قانون وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل د پاكستان د قانون او انصاف كمېشن د هېواد په ټولو ضلعو كښې ډسټركټ ليګل ايمپاورمنټ كمېټۍ جوړې كړي چې مقصد يې د مقدمه كونوكو خلثو مرسته كول دي كوم چې د خپلې مقدمې وس نه لري ۔ده ووئيل د دې آسانې نه ډېرو كمو خلثو استفاده كړې ده ۔)م ع/ض ض/وس/2004)