د توان كمي ٬د امن په راوستو او د معيشت بحالۍ غوندې په لويو ستونزو قابو موندلې شوې٬

د رغونې او پرمختګ پروژو په نتيجه كښې به بې روزګاري ختمه شي او په هېواد كښې به خوشحالي راشي٬د 180 اربه روپو پېكج له مخې د پورته كړو ګامونو په نتيجه كښې به د هېواد برآمدات څو چنده زيات شي٬غواړو چې د كركيلې او صنعت څانګې په تندۍ سره پرمختګ وكړي٬د پاكستان معاشي كاركردګي په نړيواله كچه تسليمولې شي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د تجارت ودې لپاره د ګامونو پورته كړې شوې دستورې ته وېنا

د توان كمي ٬د امن په راوستو او د معيشت بحالۍ غوندې په لويو ستونزو قابو موندلې شوې٬
د رغونې او پرمختګ پروژو په نتيجه كښې به بې روزګاري ختمه شي او په هېواد كښې به خوشحالي راشي٬د 180 اربه روپو پېكج له مخې د پورته كړو ګامونو په نتيجه كښې به د هېواد برآمدات څو چنده زيات شي٬غواړو چې د كركيلې او صنعت څانګې په تندۍ سره پرمختګ وكړي٬د پاكستان معاشي كاركردګي په نړيواله كچه تسليمولې شي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د تجارت ودې لپاره د ګامونو پورته كړې شوې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د توان په كمي ٬د امن په راسوتو او د معيشت بحالۍ غوندې لويو ستونزو ېاندې قابو موندلې شوې٬د رغونې او پرمختګ پروژو په نتيجه كښې به بې روزګارۍ ختمه شي او په هېواد كښې به خوشحالي راشي٬د 180 اربه روپۍ پېكج له مخې د پورته كړو ګامونو په نتيجه كښې د هېواد برآمدات به څو چنده زيات شي٬غواړو چې د كركيلې او صنعت څانګې په تندۍ سره پرمختګ وكړي٬د پاكستان معاشي كاركردګي په نړيواله كچه تسليمېږي۔

ده دا خبرې د نهې په ورځ د تجارت ودې لپاره د ګامونو پورته كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار٬د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د اېف پي سي سي آئي صدر زبير طفيل٬د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن چيئرمېن عامر فياض شېخ٬وزيران٬د پارلمان غړي او كاروباري شخصيات موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د 180 اربه روپو پېكج په نتيجه كښې به كاروبار او برآمدات زيات شي٬د دې نه وړاندې هم د كروندګرو پرمختګ لپاره پېكج وركړې شوې ؤه۔

ده ووئيل اوس حالات ډېر ښه شوي٬د كال 2013م نه وړاندې هېواد د برېښنا لوډشېډنګ٬د ترهه ګرۍ٬بې روزګارۍ او د معاشي عدم استحكام غوندې ستونزو سره مخ ؤه۔ ده ووئېل د هېواد د راتلونكي په اړه قياسونه كېدل او دا معمولي ستونزې نه وې بايد په دې لړ كښې د تېرو حكومتونو نه پوښتنه وكړي شي چې دوي دې ته ولې پام لرنه نه دې كړې۔وزيراعظم ووئيل اوس د توان د كمي په مسئله قابو موندلې شوې۔

د هېواد معيشت مستحكم شوې٬اقتصادي اشاريې ښه شوي او په نړيواله كچه يې اعتراف كولې شي۔ده د ځينې ټي وي چينلو لخوا د بې جوازه تنقيد په اړه وزيراعظم ووئيل مونږ د مضبوط تنقيد هركلے كوو خو بايد داسې ماحول پیدا نه كړی شي چې ورسره په هېواد كښې مايوسي خپره شي ٬ده ووئېل بائد او د حكومت په پالېسو د اصلاح په نيت تنقيد وكړې شي۔وزيراعظم ووئيل د برېښنا لوډشېډنګ ډېر كم شوې٬په 2018 كښې به ختم شي٬زمونږ مقصد يوازې د برېښنا كمې ختمول نه د دې بيعه هم كمول هم دي۔

د برېښنا يو يونټ د 4 نه تر 5 روپو كم شوې او نور به هم كمېږي ۔ ده ووئېل د برېښنا كارخانې لګولې شي او د تربېلا او منګله څخه هم د لويې پروژې باشا بند جوړولو پريكړه شوې٬د دې څخه به 4500 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔دا پروژه به په ملكي وسيلو تر سره كولې شي۔وزيراعظم ووئيل په 2018 كښې به لس زره مېګاواټ برېښنا پھ نظام كښې شامله شي٬په راتلونكو څو كلونو كښې به 30 زره مېګاواټ برېښنا په نظام كښې شامله شي كومه چې وړه خبره نه ده۔

ده ووئيل حكومت د رېلوے اپ ګرېډېشن كار هم پېل كړی او دې سره به د رېل ګاډو رفتار يو په دوه شي٬وزيراعظم په هېواد كښې د لويو لارو د پروژو ذكر كولو سره ووئيل د دې پروژو په نتيجه كښې د هېواد ټولې برخې په خپلو كښې تړلې كېږي۔ دې سره د پټي نه تر منډيانو د سړكونو جوړولو پروژې هم ډېرې مهمې دي۔ده ووئيل بلوچستان په مكمل توګه بدلېږي٬په ټول هېواد كښې د رغونې او پرمختګ په پروژو كار روان دے۔

د دې نه وړاندې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار هم وېنا وكړه او وې وئېل حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال د برآمدات ودې لپاره ډېر مهم ګامونه پورته كړې ۔دستورې ته د اېف پي سي سي آئي صدر زبير طفيل٬د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن چيئرمېن عامر فياض شېخ هم وېنا وكړه۔دوي د وسيلو كمي سره هم د برآمداتو ودې لپاره د پېكج له مخې په آسانيو وركولو د وزيراعظم مننه وكړه۔)م ع/ض ض/وس/2004)