اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) صوبو كښې جوړې تعليمي ادارې وفاقي بورډ سره د خپل خواهش ترمخه الحاق كولې شي٬د وفاقي تعليمي بورډ په اېكټ كښې ضروري بدلون كېږي۔دا وخت د فېډرل بورډ سره يوازې كېنډ او ګېرژن سيمو كښې جوړې تعليمي ادارې الحاق كېدې شي۔د نهې پھ ورځ د وفاقي تعليم او پیشه وارې تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان دا خبره د سېنېټ ذيلي كمېټۍ په غونډه كښې وكړه۔
په غونډه كښې دوهم وزير ووئيل د دې نه وړاندې په صوبو كښې جوړو تعليمو ادارو له د وفاقي تعليمي ادارو ايكټ الحاق اجازه نه وركړی كېده او تعليمي ادارې د خپل خواهش او صوبائي اجازت نه پس هم وفاقي تعليمي بورډ سره الحاق كېدې نه شوې۔ ده ووئيل د دې لپاره پھ وفاقي تعليمي بورډ ايكټ كښې ترميم كېږي۔د دې نه پس به صوبائي سيمو كښې نجي او نورو تعليمي ادارو له د صوبو څخه د اېن او سي اخستلو نه پس وفاقي تعليمي بورډ سره د الحاق اجازه وي۔(ص ف/وا/وس/1823)