وزيراعظم محمد نواز شريف پھ خپل سياسي ژوند كښې عمر له اولسي خذمت ته پام لرنه كړی٬عمران خان وائي چې وزيراعظم هر ځاې فيتې پرې كولو له رسيږي٬

زه وائيم وزيراعظم ځكه فيتې پرې كوي چې هغه كار كړی٬دغسې عمران خان د بې بنسټه تورونو لګولو او اړي ګړي سياست نه غېر بل څه نه دي كړی٬پي ټي آئي له به د دغې سياست پھ بنياد د 2018 په ټاكنو كښې هيڅ په لاس ورنشي٬د عمران خان تږ لاره اولسي خذمت نه دے بلكې هغه سوچ كوي چې د پانامه كيس نه پس به څه كوم٬د اولس سره شوو لوظونو ترمخه به وزيراعظم د نوو پروژو پرانسته كوي او خان صېب به هغه څه ريبي كوم چې هغه كرلې ٬خان صېب اوس هم وخت شته چې څه ښه وكړې دغسې 2018 ټول ټاكنو كښې به د دې ميوې ترلاسه كړې٬پي ټي آئي په آخر كښې د وزيراعظم د بچو ډيډ منلې٬زمونږ د وكيلانو دلائلو بشپړیدو سره به ډېر څه څرګند شي۔د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف پھ خپل سياسي ژوند كښې عمر له اولسي خذمت ته پام لرنه كړی٬عمران خان وائي چې وزيراعظم هر ځاې فيتې پرې كولو له رسيږي٬هغه فيتې پرې كوي ځكه چې هغه كار كړی٬دغسې عمران خان د دروغو٬تورونو او انشتار سياست نه بل څه نه دي كړی٬پي ټي آئي ته به د دغې سياست پھ بنياد د 2018 په ټاكنو كښې د مايوسۍ نه غېر هيڅ څه په لاس ورنشي٬د عمران خان ايجنډا اولسي خذمت نه دے هغه سوچ كوي چې د پانامه كيس نه پس به څه كوم٬داولس سره شوي لوظونو ترمخه به وزيراعظم د نوو پروژو فيتېپرې كوي او خان صېب به هغه څه ريبي كوم چې هغه كرلې ٬خان صېب اوس هم وخت دے چې څه ښه وكړي دغسې 2018 كښې به د دې ميوې ترلاسه كړي٬پي ټي آئي په آخر كښې د وزيراعظم د بچو ډيډ منلې٬زمونږ د وكيلانو دلائل بشپړیدو سره به ډېر څه په ډاګه شي۔

دې د ګل پھ ورځ مېډيا سره خبرې كولې۔د قامي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري٬دانيال عزيز او نور لارښود هم دې سره وو۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل تحريك انصاف چې د وزيراعظم د بچو د كوم ډېډ په ضد ولاړ وو٬نن پي ټي آئي هغه ډېډ منلې ٬عدالت چې كومې هم پوښتنې كړي په هغې به زمونږ د وكيلانو دلائل د پي ټي آئي د وكيل دلائل ختمېدو نه پس پیل كېږي٬ په دلائلو كښې به هر څه په ډاګه شي۔

مريم اورنګزېب ووئېل د 2013 نه راهسې په زړه پورې هڅه شوې چې د پرمختګ د پروژو مخ نيوې وكړې شي۔د پي ټي آئي په ټولو اولسي غونډو كښې وئېلې كېږي چې وزيراعظم د پرمختيائي پروژو فيتې پرې كوي۔وزيراعظم په خپل ټول سياسي ژوند كښې اولسي خذمت ته پام لرنه كړی او سباؤن كښې به هم دغسې كوي۔دې ووئيل كه د پي ټي آئي د سياست دري نيمو كلونو كښې موازينه وكړي شي نو پي ټي آئي پھ دې مهال د دروغو او تورونو نه غېر بل څه نه دي كړې۔

مريم اورنګزېب ووئيل اوس هم يو نيم كال پاتې دے٬پي ټي آئي دې خېبرپښتونخوا كښې اولسي خذمت او پرمختيائي پروژې بشپړې كړي۔دې ووئيل عمران خان دې سوچ وكړي چې د پانامه كيس نه پس به هغه څه كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل د خېبرپښتونخوا اولس دې مايوسه نه شي۔وزيراعظم محمد نواز شريف د خېبرپښتونخوا اولس له د صحت پروګرام وركړې او د جمهوري حكومت تر مودې بشپړېدو به د صوبې اولس لپاره نورې پروژې هم پیل كولې شي۔

د يوې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل د سترې محكمې قاضيانو سپارښتنه كړی وه چې په عدالت كښې دننه كاروائي او په خاص توګه په پوښتنو دې بهر بحث ونه كړی شي۔نن بيا پي ټي آئي يوه جمله كومه چې د هغوي په حق كښې وه د مېډيا په وړاندې عدالت لګولې وو خو ټوله خبره يې نه وه كړی چې په كوم تناظر كښې دا خبره شوې۔پھ دې موقع دانيال عزيز ووئيل په كومه ورځ چې زمونږ وكيلانو ته د دلائلو موقع ترلاسه شوه پھ هغه ورځ به ټول كيس په ډاګه شي۔

دانيال عزيز ووئيل نعيم بخاري د عدالت د يوې پوښټنې ځواب نه دې وركړی ځكه چې تحريك انصاف د وكيل سره د عدالت د پوښتنې ځواب نه و۔د مسلم ليګ(ن)لارښود او د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل پي ټي آئي زيات مهم كيس د عدالت په ځاې په مېډيا د وړاندې كولو هڅه كوي٬مونږ پھ مېډيا د پي ټي آئي د تورونو ځواب وركولو له راغلې يو۔ ووئېل مسلم ليګ(ن)د عدالت احترام كوي او مسلم ليګ(ن)به پھ دې عدالت كښې بريالې كېږي او د دروغو سياست به يو ځل بيا ماتې سره مخ كېږي۔)ص ف/ض ض/وس/2100)