سلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د هاٶسنګ وفاقي وزير اكرم خان دراني وئيلي دي كوم امنيت چې پوځي عدالتونه له وركړې شوې كه سول عدالتونو له وركړې شي نو غوره نتيجې ئې رامخې ته كېدې شي ٬ جے یو آئي د وړٶمبۍ ورځ نه د پوځي عدالتونو مخالفت كولو٬ نننۍ پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا ده ميډيا ته ووئيل جے یو آئي د وړٶمبنۍ ورځې نه د پوځي عدالتونو مخالفت كړې او د دې وجه دا وه چې ورسره به په سول عدالتونو د اولس باور ختم نه شي۔
ده ووئيل د سول عدالتونو او قاضيانو امنيت ټينګولو كولو ته اړتيا ده ٬ مونږ له به اوسنيو عدالتونو ته پاملرنه كول وي ۔ د زده كړې په ادارو كښې د نشه اي توكو په اړه دپوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت د نشه اي توكو خاتمې له كار كوي خو د مور پلار هم ذمه واري ده چې د خپلو بچو څارنه وكړې چې چرته د ھغوي بچي نشه خو نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كال 2013 او د نن پاكستان كښې ډېر فرق دے٬ نننۍ پاكستان د پرمختګ په لار روان دے٬ د لوډشېډنګ ختمېږي او د سي پېك منصوبې سره به د هيواد او د اولس تقدير بدل شي۔(وا/ض ض/ګ ل/1950)