د پاكستان تاريخ٬ادب او چاپېرچل د كشمير سره تړلے دے٬د لويې نه لويې ظلم د محكومو انسانانو د آزادۍ ولولې له ماتې نشي وركولې٬

اديب٬شاعر٬دانشور او د قلم خاوندان د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له تر ټولو وړاندې هڅې كوي ۔د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د وزيراعظم د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي علم او ادب له وده وركول د قامونو عزم او ارادو ژوندۍ ساتلو لپاره ضروري دې۔دا خبره ده د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردار مسعود خان سره خپلو خبرو كښې كړی چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو۔عرفان صديقي د قلم خاوندانو كنفرنس كښې د آزاد كشمير اولس مشر پھ ګډون كولو د هغه مننه وكړه ٬ده ووئيل د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن او د دې ترمخه كار كونكي ټولې ادارې د كشمير كاز لپاره چمتو دي٬ د پاكستان تاريخ٬ادب او جغرافيه د كشمير سره تړلې ده ٬د لويې نه لويې ظلم د محكوم انسانانو د آزادۍ جذبې له ماتې نه شي وركولې٬ ده ووئېل اديب٬شاعر٬دانشور او د قلم خاوندان د كشميريانو د آزادۍ حق ترلاسه كولو هلو ځلو كښې تر ټولو وړاندې روان دي۔

عرفان صديقي ووئيل ډېر زر به"ضرب قلم او كشمير"كنفرنس په آزاد كشمير كښې راجوړ كړې شي۔د آزاد كشمير اولس مشر د دې كنفرنس د كوربتوب وړاندېز وكړو۔په دې موقع خپلو خبرو كښې د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان اديبانو٬شاعرانو او د اهل قلم څلور ورځني نړيوال كنفرنس پھ كاميابۍ عرفان صديقي له مباركي وركړه۔ده ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك يو مهم پړاؤ ته رسېدلې دې۔)ص ف/ض ض/وس/1846)